
نیویارك، نوې ډيلې، ریوډی جنیرو 08 جنوری (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره 19 لكهه 7 زره ته رسيدلې،بيلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 8 كروړه 85 لكهه څخه زياته شوې۔د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې د نړۍ په بيلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپليو شميره 88528033 ده، وائرس له امله ځپليو هېوادونو كښې تر اوسه 1907073كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره 22997487 ده، كورونا وائرس وبا له امله امریكا تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے،امريكا كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعی مړو شميره په ټوله نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده۔ برازیل د كورونا وائرس له امله د مړو په لحاظ سره په دويم او د رنځورانو په اړه په دريم لمبر دے دغسې هند د كورونا وائرس رنځورانو شميرې په اعتبار سره په دويم او د مړو په اعتبار سره دريم زيات ځپلے هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د ځپليو كسانو شميره 2 كروړه21 لكهه32 زره ده دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 74 زره ته رسيدلې۔هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعی شميره 22132045 ده ٬ دغسې د فعاله ځپليو شميره 8614604 ده۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 374124 كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره يو كروړه 4 لكهه 14 زره ته رسيدلې،د هېواد ځينې رياستونو كښې د كورونا له امله تر اوسه يو لكه 50 زره 6 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 2 لكهه څخه زياته شوې دغسې د ځپليو كسانو شميره 79 لكهه61 زره ده۔ برازیل كښې د كورونا وائرس مصدقه رنځورانو شميره