
اسلام آباد۔8 جنوری(اے پی پی) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر سېنېټر راجه ظفر الحق وئيلي دي د هرې يوې اولسي غونډې نه وړاندې كارمندان نيولې شوي۔ پوليس ته د كارمندانو فهرستونه وركړې شوي ۔ اول اجازه نه وه وركړې شوې او بيا ئې ووئيل اولسي غونډه هغسې نه وه څنګه چې پكار وه۔ دا هېواد يوازې د پي ټي آئي نه بلكې زمونږ د ټولو دے۔ ګراني او بې روزګاري ورځ په ورځ زياتېږي ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د اپوزيشن په تحريك خپل بحث كښې سېنېټر راجه ظفر الحق ووئيل د حكومتي ډلې مشر وېنا د حقائقو نه لرې ده ۔ د سياسي كارمندانو نيولے كېدو نه انكار كول حقيقت نه دے۔ هغه ووئيل په اولسي احتجاج حكومتونه ختمېږي۔ امریکا كښې ټرمپ خپل كسان راوبلل بيا چې څه وشول هغه ټولو وليدل۔ هغه ووئيل غېر آئيني لارو او د حكومت غلطو رويو سره هېواد ته زيان رسي۔ دا هېواد يوازې د پي ټي آئي نه دے زمونږ د ټولو دے۔ هغه ووئيل د فارن فنډنګ كېس سماعت د 6 كلونو نه كېږي۔ هغه زياته كړه چې هېواد كښې ګراني او بې روزګار مخ په زياتېدو ده۔