بيجنګ 06 جنوري (اے پي پي) د چين په پايه تخت بيجنګ كښې كښې درجه حرارت منفي 10 ډګري سينټي ګريډ ته رسېدلے۔ د چين ميډيا له مخې د موسميات محكمې په دې لړ كښې وئيلي دي بيجنګ كښې درجه حرارت منفي 10 ډګري سينټي ګريډ ته رسېدلے او دا مهال سخته يخني ده او تېزې يخې هواګانې چلېږي او د سلسله به روانه وي چې ورسره به د يخنۍ شدت هم زياتېږي۔ د موسميات څانګې چارواكو ووئيل د هېواد په بېلا بېلو سيمو كښې به د يخنۍ شدت لا زياتېږي او د درجه حرارت ټيټېدو په اړه الرټ جاري كړے شوے۔ چارواكو له مخې د نهې ورځ نه تر زيارت ورځې د هېواد په مېداني سيمو كښې درجه حرارت منفي 12 ډګري سينټي ګرېډ ته د رارسېدو امكان دے۔