اسلام آباد 06 جنوري(اے پي پي) د پاکستان باکسنګ فېډرېشن تر سېوري لاندې قامي باکسنګ چيمپئن شپ به د فرورۍ په 24مه نيټه لاهور كښې پېل كېږي۔ پاکستان آرمي به د ټائټل دفاع كوي۔ د پاکستان باکسنګ فېډرېشن چارواكو له مخې چيمپئن شپ كښې به د مېنز لس او د وېمنز د پنځه وېټ کيټګريز مقابلې كېږي۔ چيمپئن شپ كښې به د ګرد هېواد 15 لوبډلې برخه اخلي چي پكښې پاکستان آرمي، پاکستان ائيرفورس، پاکستان نېوي، پاکستان واپډا، پاکستان ريلوے، کراچي پورټ ټرسټ، کراچي الېکټرك، پاکستان پوليس، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، اسلام آباد، آزاد جمو و کشمير او د ګلګت بلتستان شاملې دي۔ چيمپئن شپ به د مارچ تر وړومبۍ نيټې روان وي۔