حكومت تير كال د معیشت ، صحت ، تعلیم ، خارجه پالیسی ، سماجی بهبود پشمول بيلو څانګو كښې په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كړې دي، د وزیراعظم دفتر د حكومت د كاركردګۍ رپورټ جاری كړو

اسلام آباد 04 جنوری (اے پی پی) حكومت تير كال د معیشت ، صحت ، تعلیم ، خارجه پالیسی ، سماجی بهبود پشمول بيلو څانګو كښې په زړه پورې كامیابۍ او اهداف ترلاسه كړي، د كشمير مسئله په ښه ډول نړۍ ته وړاندې شوې، منی لانډرنګ، ترهه ګرۍ او عصمت دری مخنيي لپاره قانون سازی شوې، افغان امن بحالۍ له پاكستان په زړه پورې كردار ترسره كړې، د برآمدات ډاډګيرنې لپاره ریلیف پیكج وركړې شوې، جولائی نه تر نومبر 2020 كرنټ اكاؤنټ بیلنس يو ارب 60 كروړه ډالره سرپلس ؤ، جولائی نه تر نومبر 2020 ترسیلات زر حجم 27 فیصده اضافې سره 11 اربه 80 كروړه ډالره او جولائی نه تر دسمبر2020 برآمدات حجم 5 فیصده اضافې ه سره 12 اربه10 كروړه ډالره دغسې جولائی نه تر اكتوبر 2020 د لويو صنعتونو شرح نمو 6.7 فیصده ؤ، غیر ملكي زرمبادلې پانګې فروری 2018 نه پس 13 اربه ډالره څخه زيات شوي، ټیكسټائل صنعت په بشپړه توګه فعال كړې شوي، دیامر بھاشا او مهمند بند په منصوبو كار روان دې، ټډی دل ختمولو لپاره كوټلې تګلاره وضع كړې شوي ، نوې پاكستان هاؤسنګ منصوبې ترمخه 20 زره كورونو جوړولو لپاره 100 اربه بيلې كړې شوي، احساس پروګرام ترمخه تاریخی ریلیف وركړې شوي، كووډ۔19 وبا له امله لاك ډاؤن په مهال 15 ملیونه كورنيو له په سپيځلې ډول 180 اربه روپۍ وركړې شوي، موسمی بدلون اثرات مخنيوي او روزګار وركولو له ګرین پیكج وركړې شوي، هېواد كښې وینټی لیټرز او طبی آلات جوړول پيل شوي، 2021 كښې هېواد كښې پناه ځايونو شميره به زياتولې شي او ” څوك هم وږې اوده نه شي” منصوبه پيل كولو سره سره ټولو وګړو له یونیورسل هیلتھ كوریج به وركولې شي۔ د ګل په ورځ وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه 2020 كښې حكومتی كاركردګۍ په اړه جاري شوې جائزه رپورټ له مخې هېواد كښې كورونا وائرس وبا له امله په رامخې ته شوي صورتحال په ښه ډول ترسره كولو له اولسي صحت په اړه د قومی سلامتیا كمېټۍ په وړومبي ځل غونډه شوې او نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر جوړ شوې كوم چې د كورونا وائرس وبا له امله رامخې ته شوي صورتحال مخنيوي او په دې لړ كښې د لارښودنې فریضه ترسره كوي۔ حكومت احساس ایمرجنسی كیش پروګرام او نور اقتصادی ښه والي اقدامات د لارې 180 اربه روپۍ مستحق كسانو له وركړې دي دغسې په مجموعی توګه 12 كھربه روپۍ ریلیف پیكج وركړې شوي۔ حكومت كورونا وائرس وبا له امله اولس بچ كولو او كاروباری هلې ځلې روانې ساتلو لپاره سمارټ لاك ډاؤن تګلاره خپله كړې،دې نه علاوه تعمیراتی صنعت لپاره لوئ پیكج وركړې شوي د كومې بنیادی مقصد چې خوارې كښو روزګار په ځائې ساتل دي۔ د حكومت د ښه اقدامات اعتراف د روغتيا نړيوالې ادارې هم كړې۔ رپورټ له مخې حكومت هېواد فلاحی ریاست جوړولو او ریاست مدینه په طرز معاملات چلولو له چمتو دې ۔ په دې لړ كښې احساس كفالت پروګرام پيل شوې دې كوم څخه چې 70 لكهه كورنۍ ، ميرمنې او خصوصی كسانو 20 لكهه كورنۍ استفاده كوي۔ دې سره سره احساس آمدن پروګرام ، احساس انډر ګریجوایټس سكالرشپس وركولو او ماشومانو كښې د غذائی كمی په مسئلو قابو موندلو له احساس نشوونما پروګرام هم د حكومتی تګلارې برخه ده۔ كووډ۔19 وبا له امله لاك ډاؤن څخه ځپلې شوي 15 ملیونه كورنيو په سپيځلې ډول 180 اربه روپۍ وركړې شوي چې ورسره د ټولنې كمزور او مستحق طبقو له ریلیف وركړې شوي۔ حكومت د صحت څانګې ښه والي له او عوام له د صحت ښه آسانيو وركولو لپاره عملی اقدامات كړې دي۔ هر يوې كورنۍ لپاره د صحت سهولت كارډ جاري كړې شوي چې ترمخه ئې پنجاب كښې به تر 2021 آخر او خېبر پختونخوا كښې جنوری 2021 ته آخر ، فاټا ضم شوي ضلعو پشمول خېبر پښتونخوا كښې، آزاد جمو او كشمیر او ګلګت بلتستان كښې ټول سركاری او نجی روغتونونو څخه د صحت سهولت كارډ لرونكو له تر 10 لكهه روپۍ د كال درملنې لپاره وركولې شي۔ حكومت اولس له د درملنې جديد آسانيو وركولو له وینټی لیټرز او سټنټس پشمول طبی آلات په هېواد كښې د جوړولو عمل پيل كړې دې۔ اسلام آباد كښې آئیسولیشن روغتونونو او انفیكشز ټریټمنټ سنټر ، لیډی ریډنګ روغتون پېښور كښې میډیكل، سرجیكل او الائیډ سروسز بلاك پرانسته كړې ده۔ ډسټركټ هیډكوارټرهستپال حافظ آباد، ډسټركټ هیډكوارټر روغتون چكوال د بنياد تيګه اېښودلې ده۔دې نه ځانله پېښور كښې د 250 كټونو مشتمل انسټیټوټ آف كارډیالوجی پرانسته هم شوي دې سره به د سيمې وګړو له د درملنې ښه او جدید آسانۍ ترلاسه شي۔ تعلیم څانګې كاركردګی ښه كولو له حكومت كوټلې اقدامات كړې دي او په دې لړ كښې يو ډول تعلیمی نصاب له حتمی شكل وركړې شوي۔ یونیورسټی آف حافظ آباد ، یونیورسټی آف چكوال، نمل، نالج سټی فیز ون ، سیالكوټ یونیورسټی آف اپلائیډ انجینئرنګ او ټیكنالوجی د بنياد تيګه كېښودلې شوي دغسې هری پور كښې پاك آسټریا فیكوچولے انسټیټیوټ پرانسته شوي۔ موسمی بدلون څانګه كښې حكومت د هېواد تر ټولو لوئ جنګل كندیاں میانوالی كښې 25 كروړه بوټي نالولو منصوبه پيل كړې ده دې سره به په ماحولیاتی مسئلو قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ موسمی بدلون اثرات مخنيوي او روزګار وركولو له ګرین سټیمولس پیكج وركړې شوي۔ د پشكال موسم د اونو نالولو كښې په لويه توګه بوټي نال كړې شوي ۔ هېواد د تاریخ تر تولو لوئ د اونو كرلو كمپائن ترمخه 9 اګست 2020 به 35 لكهه بوټي كرلې شي۔ موجوده حكومت اولس له د استوګنې آسانيو وركولو له هم بيلې پروژې پيل كړې دي او په دې لړ كښې وزیر اعظم عمرا ن خان 100 اربه روپۍ لګښت سره نوې پاكستان هاؤسنګ سكیم ترمخه 20 زره رهائشی یونټس جوړولو منصوبې پرانسته كړې ده۔دې نه ځانله علامه اقبال انډسټریل سټی فیصل آباد د بنياد تيګه كېښودلې شوي۔ پېښور كښې بی آر ټی پرانسته شوي دغسې كراچۍ د اولس ښه آسانيو لپاره كراچۍ ټرانسفرمیشن پلان اوركراچی پیكج وركړې شوي دغسې راوی ارب ډویلپمنټ پیكج ، تربیلا او منګله جوړولو له 5 سلسيزې پس 2 لوئ بندونه ديامر بهاشا بند مهمند بند جوړولو او آزاد پتن او كوهاله هائیډرو پارور پراجیكټ هم كار روان دې۔ مهمند شیخ زید سړك پرانسته شوي۔ سی پیك ترمخه خصوصی اقتصادی زون جوړولې كيږي۔ شیخوپوره قائد اعظم بزنس پارك ،بلوچستان او سندھ كښې هائی سپیډ براډ بینډ پراجیكټ او چكوال نادرن پائی پاس حكومت د پرمختيائي پروژو برخه ده۔ رپورټ له مخې ټیكسټائل انډسټری دا مهال بشپړه استعداد سره روانه ده۔ 80 زره پاور لومز بيا روان شوي، 50 زره پخوانې پاور لومز هم چلولې شوي دغسې 30 زره نوي پاور لومز هم پيداوار وركوي۔د سیمنټ صنعت هم د استعداد له مخې كار كوي او سیمنټ اخستلو لپاره ریكارډ آرډر ترلاسه شوي۔ هېواد كښې د ګاړو، موټر سائیكلو ، ركشو خرڅ زيات شوي۔ د ټیكس وصولۍ كښې هم زياتوالې شوي۔ حكومت د صنعتونو لپاره انرجی ریلیف پیكج وركړې دې دغسې چې كوټلې اقتصادی شرح نمو لپاره برآمدات زيات كړې شي۔ وزیر اعظم قطر، ملائیشیا دورې كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریس ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر وولكن بوزكیر د پاكستان دوره كړې۔ وزیر اعظم عمران خان هم په وړومبي ځل د د كابل دوره كړي۔ افغان امن عمل كښې پاكستان مثبت كردار هم روان دې۔ افغان لارښود ګلبدین حكمت یار د طالبانو د پولیټیكل كمیشن غړو او افغان لارښود عبدالله عبدالله د پاكستان دوره كړي۔ وزیر اعظم عمران خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او دې سره سره د موسمي بدلون ، منی لانډرنګ او كورونا وائرس وبا صورتحال په اړه بيلو غونډو ته وينا كړي۔ د كشمير مسئله د هېواد او په نړيواله كچه رامخې ته كړې شوي۔ 5 فروری د كشمير سره د يووالي ورځ ، 13 جولائی د كشمير د شهيدانو ورځ ، 5 اګست د د استحصال ورځ او 27 اكتوبر د كشمير تورې ورځ په توګه لمانځلې شوي۔ وزیر اعظم عمران خان دوه ځل د آزاد جمو او كشمیر قانون ساز اسمبلۍ ته وينا هم كړې۔دې نه علاوه حكومت د منی لانډرنګ ، ترهه ګرۍ او جنسي تيري جرمونو مخنيوي قانون سازي باوري كړي۔ سېنېټ ټاكنې اوپن بیلټ او راروانې ټولټاكنې د ای ووټنګ د لارې كولو لپاره وزیر اعظم عمران خان پالیسی اعلان كړې ده دغسې ګلګت بلتستان له د صوبې درجه وركولو لپاره هم وزیر اعظم عمران خان اعلان كړې دې۔ وزیر اعظم عمرا ن خان اولس له د صحت ښه او جدید آسانۍ وركولو او د ټولنې كمزور او مستحق طبقو مرستې له 2021 لپاره خصوصی اهداف مقرر كړې دې چې ترمخه به ئې 2021 كښې ټولو وګړو له د صحت وړيا آسانۍ وركولې شي۔ احساس پروګرام ترمخه به ډير زر يوه نوې منصوبه ” كوم هم پاكستانی اوږې اوده نه شي ” پيل كولې شي