تركيه كښې د كورونا وائرس د لاسه نور 202 كسان مړه شول

انقرہ۔4 جنوری(اے پی پی) د تركيه د روغتيا وزارت وئيلي دي چې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 11 زره 180 ټېسټ مثبت راغلي۔ د تركيه د خپرونو ادارې له مخې د روغتيا وزارت وېنا ده چې د تېرو 24 ساعتو په مهال 1لک 49 زره 218 کورونا ټېسټونه وكړې شول۔ په دې مهال نور 202 كورونا رنځوران مړه شوي چې ورسره د مړو ټوله شمېره 21 زره 295 ته رسېدلې ده۔ بلخوا تركيه كښې تر دې دمه ددې رنځ نه 11 زره 672 كسان ښه شوي هم دي چې ورسره د روغ شويو رنځورانو شمېره 21 لکه 26 زره432 ته رسېدلې ده۔