د مسجد الحرام او مسجد نبوي انتظاميې 3 مياشتو كښې لمونځ او عمرې لپاره 55 لكه اجازت نامې جاري كړې

مکه المكرمه 4 جنوری (اے پی پی) سعودي عربستان كښې د مسجد الحرام او مسجد نبوي انتظاميې وئيلي دي چې د درې مياشتو مودې په مهال لمونځ او عمرې لپاره 55 لكه نه زياتې اجازت نامې جاري كړې شوي دي۔ انتظاميې په خپل بيان كښې وئيلي دي 15 لكه نه زيات عمره او 42 لكه نه زيات لمونځ كوؤنكي په منظم شكل كښې مسجد الحرام ته رسولې شوي دي۔ د عمره پروګرام بحالۍ راهېسي 55 لكه نه زياتو كسانو ته حرم شريف كښې د عمرې او لمونځ كولو موقع وركړې شوې ده۔ د عمره كوؤنكو شمېره 15 لكه 14 زره او د لمونځ كوؤنكو 42 لكه 20 زره پاتې شوې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د كورونا وائرس د لاسه په عارضي توګه ځنډولې شوې د عمرې پروګرام يو وارې بيا د تېر كال 2020 اكتوبر مياشتې 4 مې نېټې نه پېل كړے شوے دے۔