هند- د كورونا د لاسه نور 214 كسان مړه ٬ كېسونه 1 كروړ 3 لكه ته ورسېدل

نوې ډيلې 04 جنوري(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 1 كروړ 3 لكه 41 زره ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس نور 214 رنځوران مړه شوي دي۔ په دغه مهال د كورونا نور 16504 كېسونه رامخې ته شوي دي۔ د ګل په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې هند د كورونا وائرس ځپليو په اعتبار د نړۍ دويم لوي هېواد دے۔ د هېواد بېلو رياستونو كښې د كورونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 10341291 ته رسېدلې ۔ د هند د روغتيا وزارت شمېرو له مخې ګرد هېواد كښې د فعاله كېسونو شمېره 244738 ده۔ د چارواكو وېنا ده هند كښی تر دې دمه د دې وباﺀ د لاسه په مجموعي توګه 149686 كسان مړه شوي دي۔ بلخوا ګرد هېواد كښې د دې وباﺀ نه تر دې دمه 9946867 كسان ښه شوي هم دي۔