واشنګټن 03 جنوري (اے پی پی) په ټوله نړۍ كښې 18 لكه 43 زره 866 كسانو د كورونا په وبا كښې خپل ژوند د لاسه وركړے. د امريكائي مېډيا له مخې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 8 كروړه 49 لكه 93 زره 315 ته رسېدلې. تر اوسه د وبا څخه د 6 كروړو نه زيات خلق ښه شوي دي. په امريكا او هند كښې لا هم د كورونا وائرس د رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده. امريكا د كورونا په وبا كښې تر ټولو زياته ځپلې شوې. په امريكا كښې په دې وبا كښې تر اوسه 3 لكه 58 لكه 600 خلق مړه شوي دي. په برتانيه كښې د مړو كسانو شمېره 74 زره ده او 25 لكه 99 زره خلق ځپلي شوي دي. په هند كښې د ځپليو شمېره د يو كروړ نه زياته شوې او د مړو كسانو شمېره يو نيم لك ته رسېدلې.