نيامے 03 جنوري (اے پي پي) د افريقې په نائجر هېواد كښې په دوه كليوالو سيمو د شدت خوښو په بريدونو كښې 70 كسان وژل شوي دي. د چارواكو له مخې په كومو سيمو چې بريدونه شوي دي، دا د مالي پولې سره نزدې دي. د بريدونو وجوهات لا تر اوسه نه دي معلوم شوي خو په تېر وخت كښې به داعش او القاعده په نائجر كښې بريدونه كول. تېر كال هم په دې هېواد كښې د سلګونو په شمېر خلق په داسې بريدونو كښې وژل شوي دي.