په تنزانيه كښې د مسافرو رېل ګاډې د پټلې نه كوز شو، په پېښه كښې درې كسان مړه او 66 ژوبل شوي

ډوډوما 03 جنوري (اے پي پي) په تنزانيه كښې د مسافرو رېل ګاډې د پټلې نه كوز شو، په پېښه كښې درې كسان مړه او 66 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د تنزانيه د رېلوے چارواكو وئيلي دي چې په مېنځنې تنزانيه كښې د پايه تخت ډوډما څخه 58 كلوميټره لرې د مسافرو د رېل ګاډي دوولس ډبې د پلټې نه كوزې شوې. په رېل ګاډي كښې 720 مسافرو سفر كولو. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 3 مسافر مړه او 66 ژوبل شوي دي كوم چې روغتون ته رسول شوي دي. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.