په روسيه كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 32 لكه 12 زره 637 ته ورسېده

ماسكو 02 جنوری (اے پی پی) په روسيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 26 زره 301 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په روسيه كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 32 لكه 12 زره 637 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې د كورونا په وبا كښې نور 447 كسان مړه شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 5 لكه 8 زره 2 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په وبا كښې پايه تخت ماسكو تر ټولو زيات ځپل شوې، په ماسكو كښې د ځپليو ټوله شمېره 8 لكه 21 زره 128 ته رسېدلې.