د فلسطين آبادي يو كروړ 37 لكو ته رسېدلې

غزه 02 جنوری (اے پی پی) د فلسطين آبادي يو كروړ 37 لكو ته رسېدلې. د خبر له مخې د فلسطين د شمارياتو سركاري ادارې لخوا په جاري شوي رپورټ كښې وئيلي شوي دي چې د كال 2020م په پاې كښې د فلسطين آباد يو كروړ 37 لك نفوس ته رسېدلې. د رپورټ له مخې په ټوله نړۍ كښې د فلسطينيانو شمېراه 13.7 مليونه ده چې پكښې 52 لكه په فلسطين كښې مېشته دي. د فلسطين د اطلاعات مركز له مخې د كال 2020م په پاې كښې په تاريخي فلسطيني سيمو كښې د فلسطينيانو آباد 6.80 مليونو ته رسېدلې.