واشنګټن 02 جنوری (اے پی پی) په ټوله نړۍ د كورونا وائرس په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 18 لكه 12 زرو ته ورسېده. د امريكائي مېډيا له مخې په ټوله نړۍ كښې په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 83070950 ته رسېدلې. په وبا كښې تر اوسه په ټوله نړۍ كښې 1812233 كسان مړه شوي دي. په ټوله نړۍ كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 22388118 ده. د كورونا په وبا كښې امريكا تر ټولو زياته ځپلې شوې، برازيل د مرګونو په لحاظ دوهم او د رنځورانو په لحاظ دريم زيات ځپل شوے هېواد دے. هند د رنځورانو په اعتبار سره دوهم او د مرګونو په اعتبار سره دريم زيات ځپل شوے هېواد دے. په امريكا كښې د وائرس ځپليو ټوله شمېره 2 كروړه 2 لكه ده او په دې هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه د درې لكه 50 زرو نه زيات كسان مړه شوي دي.