په فلپائن كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 4 لكه 76 زره 916 ته رسېدلې

منيلا 02 جنوری (اے پی پی) په فلپائن كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور يو زر 97 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 4 لكه 76 زره 916 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د فلپائن د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په دې وبا كښې په هېواد كښې تر اوسه 9 زره 253 كسان مړه شوي دي. په فلپائن كښې تر اوسه د كورونا 6.38 مليونه ټېسټونه شوي دي. د دې هېواد آباد 110 مليونه ده.