پورټ مورسبي 02 جنوري (اے پي پي) د بحرالكاهل په پاپوا نيوګني هېواد كښې د 5.2 شدت د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي. د جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې جړقونه د كوكوپو ښار څخه 187 كلوميټره لرې په سيمو كښې محسوس شوي دي. د زلزلې مركز د كوكوپو ښار په سوئيلي ختيځه سيمه كښې 10 كلوميټره په زمكه كښې ژور و. په زلزله كښې د كوم ځاني يا مالي زيان اطلاع نه ده راغلې.