سېئول 02 جنوري (اے پي پي) په سوئيلي كوريا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 8 سوه 24 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په سوئيلي كوريا كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره د 62 زره 5 سوه 93 نه زياته شوې. د چينائي مېډيا له مخې په سوئيلي كوريا كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 9 سوه 42 كسان مړه شوي دي. د روغ شويو كسانو شمېره 43 زره 578 ته رسېدلې.