د پاکستان او بنګله دیش اولس يو تاریخ،عقیده او كلتور لري ،اعزاز احمد چوهدری

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) خارجه سيكتر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي د پاکستان او بنګله دیش اولس يو تاریخ،عقیده او كلتور لري، د دواړه هيوادونو ترمينځه اړيكو او په خاص توګه د اولس ترمينځه رابطو، د زده كونكو وظيفو او سپورټنګ روابطو زياتولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د بنګله دیش پرنټ او الیکټرانك ميډيا پلاوي سره خبرو كښې وكړې۔پلاوي د جمعې په ورځ خارجه دفتر كښی ده سره ليدلي وو۔