په هنډراس كښې د نوي كال په دستورو كښې 18 كسان وژل شوي دي

تېګوسي ګلپا 02 جنوري (اے پي پي) په هنډراس كښې د نوي كال په دستورو كښې 18 كسان وژل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د هنډراس پوليسو وئيلي دي چې د نوي كال په خوشحالې كښې په ګڼ شمېر دستورو كښې د تشدد ډېرې پېښې رامېنځ ته شوې دي او پكښې 18 كسان وژل شوي دي. د پوليسو يو چارواكي ووئيل چې په كال 2020م كښې په هنډراس كښې د تشدد پېښو كښې په مجموعي توګه 3 زړه 482 كسان مړه شوي دي.