
کابل 01 جنوري(اے پي پي) په افغانستان كښې د وائس آف راډيو خبريال په ډزو وژلے شوے۔ د جمعې په ورځ د غور ولايت والي وياند له مخې وسله والو برديد كوٶنكو د وائس آف راډيو اېډيټر انچيف بسم الله عادل ايمان په صدر فېروز سيمه كښې كوه ښار ته د تګ په مهال په ډزو وژلے۔ په افعانستان كښې د خبريالانو حقونو لپاره كار كوٶنكي تنظيم د خبريال د وژلو تصديق كړے دے۔ د يادونې وړ ده چې په دوه مياشتو كښې په ډزو او د بمي بريد دلارې د وژلې شوې ميډيا وركرانو شمېره 5 ته ورسېده