د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د يمن په هوائي مېدان بريد وغندلو٬ ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه

ملګري ملتونه 31 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش د يمن په هوائي مېدان د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كړې۔ د غندنې خپل پېغام كښې ده د يمن په قيادت كښې د سياسي عمل څخه د شخړي هواري لپاره د هلو ځلو ملاتړ له د عزم پخلے كړے۔ په دې موقع يمن لپاره د ملګرو ملتونو خاص سفير مارټن ګريفيتھس هم په هوائي مېدان د بريد غندنه كړې ۔د يادونې وړ ده د سعودي نه يمن ته د الوتكې راسېدو سره د دوه چاٶدنو په نتيجه كښې 26 كسان مړه او د 50 نه زيات ژوبل شوي وو او په الوتكه كښې د يمن د نوې كابينې غړې ناست وو۔