
نيويارك، نوې ډيلې، ريوډي جنيرو 31 دسمبر (اے پي پي) په ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د مړو شميره 18لكهه12زره ته رسيدلې، بيلو هېوادونو كښې د وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره8 كروړه 30 لكهه څخه زياته شوې۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې بيلو هېوادونو كښې د كورونا وائرس مصدقه ځپلے شوو شميره 83070950 ده، د وائرس له امله ځپلے شوو هېوادونو كښې تر اوسه1812233كسان مړه شوي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا فعاله ځپليو شميره22388118 ده، د كورونا وائرس وباﺀ له امله امريكا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، برازيل د كورونا وائرس له امله د مړو په لحاظ سره په دويم لمبر او د رنځورانو په اړه په دريم لمبر زيات ځپلے هېواد دے ٬ دغسې هند د كورونا وائرس رنځورانو شميرې په اعتبار سره دويم او د مړو په لحاظ سره دريم يات ځپلے هېواد دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 2 كروړه 2 لكهه ته رسيدلې دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره درې لكهه 50 زره څخه زياته شوې۔ د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره20216991 ده دغسې د فعاله ځپلو شميره7867419 ده۔ امريكه كښې د وائرس له امله د مړو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ له امله تر اوسه 350778 كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس ځپلے شوو شميره يو كروړ 2 لكهه 67 زره ته رسيدلې ، د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا وائرس 21822 نوې كيسز رپورټ شوي۔ د هند چارواكو ووئيل د نوې وائرس له امله تر اوسه 20 كسان ځپلې شوي۔ د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره هند د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، د هېواد بيلو رياستونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 10267283 ده دغسې د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره258747 ده۔ د روغتيا وزارت چارواكو له مخې هند كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه په مجموعي توګه 148774كسان مړه شوي۔ د لاطيني امريكي هېواد برازيل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره76 لكهه 19 زره څخه زياته شوې۔ برازيل كښې د كورونا وائرس نوو كيسونو نه پس د مصدقه رنځورانو شميره 7619970 ته رسيدلې۔ برازيل كښې دا مهال د كورونا وائرس 718249 فعاله كيسونه موجود دي۔د برازيل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شوو مصدقه شميره يو لكه 94 زره ده او تر اوسه 6707781 څخه زياته د كورونا رنځوران ښه شوي دي۔