کابينه کمېټۍ دچين سائنوفارم کمپنۍ څخه د واکسين اغستلو پرېكړه كړې٬ نجي څانګه په نړيواله توګه منظور شوې واكسين درآمد كولے شي۔ د فواد چوهدري ټويټ

اسلام آباد 31 دسمبر(اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي کابينه کمېټۍ دچين سائنوفارم کمپنۍ څخه د واکسين اغستلو پرېكړه كړې۔ د زيار ت په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل په ابتدائي توګه به چين سائنو فارم كمپنۍ څخه د واکسين 12 لكه خوراكونه اغستلې شي ٬ د كال 2021 په وړومبنو دريو مياشتو كښې به دا واكسين فرنټ لائن وركرز ته ويړيا وركولے شي۔ ده ووئيل نجي څانګه په نړيواله توګه منظور شوي واكسين درآمد كولے شي۔