امريکا كښې د کرونا وائرس وباء څخه د مرګونو شمېره د درې لكه 50 زره نه واوړېده

واشنګټن 31 دسمبر(اے پي پي) امريکا كښې د کرونا وائرس وباء څخه د ځپليو كسانو شمېره دوه كروړه دوه لكه ته وورسېده او په ګرد هېواد كښې وباء څخه د مرګونو مجموعي شمېره د درې لكه 50 زره نه اوړېدلې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې په هېواد كښې د كرونا رنځورانو مجموعي شمېره 2 كروړه 2 لكه 16 زره 199 ته رسېدلې او د فعاله كېسونو شمېره 78 لكه 67 زره 419 ده٬ په امريكا كښې د مرګوني رنځ په سبب د مړو او ځپليو كېسونه پرله پسې زياتېږي۔ د يادونې وړ ده امريكا ګرده نړۍ كښې د كرونا وباء په سبب د ټٶلو نه زيات ځپلے هېواد دے۔ په امريكا كښې د وباء څخه تر اوسه درې لكه 50 زره 778 كسان مړه شوي او ېو كروړ 19 لكه 98 زره 794 كسان صحت مند شوي۔ په ګرده نړۍ كښې د كرونا وباء څخه 18لكه 12 زره نه زيات كسان مړه شوي دي ۔