سعودي عرب، شاه فېصل هسپتال په جېنياتي طريقه د كېنسر په علاج كښې كامياب شو

رياض 31 دسمبر(اے پي پي) د سعودي عرب په پايه تخت رياض كښې د شاه فېصل هسپتال يوې ډلې په وړومبي ځل د وينې په سرطان كښې د اخته ماشوم په جديد طريقه سره علاج كښې كاميابي ترلاسه كړې ۔ د سعودي ميډيا له مخې د ذكر شوي روغتون يوې ډلې د “جديد جيناتي قوت مدافعت” په طريقه خپللو سره د احمد درملنه كړې كومه چې كاميابه شوې او احمد مخ په ښه كېدو دے۔۔