سرينګر 30 دسمبر(اے پي پي) په غېر قانوني توګه د هند په قبضه جمو و كشمير كښې د شورو په ورځ په ضلع پلوامه كښې د هندي پېراملټري د سنټرل ريزرو پوليس فورس (سي آر پي اېف) يو اهلكار د زړه د دورې له امله مړ شوے۔ د كشميرميډيا سروس له مخې د سي آر پي اېف اهلكار ونود كمار (د اترپردېش) د بې هوشۍ په حالت كښې د پلوامه روغتون ته د منتقل كولو سره مړ شوے۔ د اهلكار د مرګ تصديق د سي ار پي اېف چارواكو هم كړے۔