ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباﺀ څخه 17 لكه 97 زره كسان مړه شول ٬ د ځپليو شمېره د 8 كروړه 23 لكه نه واوړېده

نيويارك، نوے ډيلے، ريوډي جنېرو 30 دسمبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د كرونا وائرس وباﺀ څخه 17 لكه 97 زره كسان مړه شوي ٬ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د مرګوني وائرس څخه د ځپليو شمېره د 8 كروړه 23 لكه نه اوړېدلې ۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې د ګردې نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو كښې د كرونا وائرس د مصدقه ځپليو شمېره 8 كروړه 23 لكه 27 زره 498 ته رسېدلې او تر اوسه 17 لكه 97 زره 286 كسان مړه شوي ، كرونا وائرس وباء څخه امريكا زياته ځپلے هېواد دے ، برازيل د كرونا وائرس له امله د مرګونو په لحاظ سره په درېم او د رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ درېم هېواد دے٬ دغسې هند د كرونا رنځورانو په لحاظ سره د نړۍ دوېم او د مرګونو په اعتبار سره درېم هېواد دے۔ امريكا كښې د كرونا وائرس وباء څخه د ځپليو شمېره يو كروړ 99 لكه 77 زره ته رسېدلې او د مړٶ كسانو مجموعي شمېره 3 درې لكه 46 زره ده٬ په هېواد كښېد كرونا وائرس د مجموعي رنځورانو شمېره يو كروړ 99 لكه 77 زره 704 ده٬ په امريكا كښې د مرګوني رنځ څخه د مړو او فعاله كېسونو شمېره پرله پسې زياتېږي۔ هند كښې د مرګوني رنځ په سبب د ځپليو كسانو شمېر يو كروړ 2 لكه 53 زره ته رسېدلې ٬ هند كښې د كرونا وائرس ځپليو شمېره ايك كروړ 2 لاكھ 53 زره ته رسېدلې او په تېرو 24 ساعتو كښې د وباء څخه 20 زره 549 نوې كېسونه رپورټ شوي او 286 كسان مړه شوي۔ برازيل كښې د 431 نورو كسانو مرګ سره په هېواد كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره د يو لك 92 زره نه زياته شوې او د وباء ځپليو مجموعي شمېره 75 لكه 64 زره ته رسېدلې ٬ برازيل كښې د كرونا وائرس د 20548 نوو كېسونو نه پس د مصدقه كېسونو شمېره 75 لكه 64 زره 117 ده او دا مهال په برازيل كښې د فعاله كېسونو شمېره 7 لكه 23 زره 863 ده او مرګوني رنځ ته ماتې وركولو سره تر اوسه 66 لكه 47 زره 538 كسان صحت مند شوي