مخالف ګوندونه په پانامه پیپرز سیاست کوي ، كه د هغوي مقصد بډې ختمول او احتساب كول وي نو زمونږ ملګرتيا دې وكړي٬ سناتور عبدالقیوم

اسلام آباد 13 مئی (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود سناتور عبدالقیوم وئيلي دي د پانامه لیکس په مسئله مخالف ګوندونه سیاست كوي ٬ وزیراعظم په اکثریت تر لاسه كېدو حکومت کوي۔ د جمعې پھ ورځ د پارلمان پھ خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل مخالف ګوندونه په پانامه پیپرز سیاست کوي۔ كه د هغوي مقصد کرپشن ختمول او احتساب وي نو زمونږ ملګرتيا دې وكړي۔ ده ووئيل كه وزیراعظم ایوان ته راغلو او ځواب ئې هم وركړو نو بيا به هم د هغوي مسئلې په ځائې پاتې وي