ملګري ملتونه 29 دسمبر(اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټريش د نوي كال د مباركۍ خپل پېغام كښې په نړيواله ورورولۍ زور رواړے چې نړيواله ورورولي دې كال 2021 د تېر كال په زخمونو د ملهم اېښودلو كال وګرځوي يعنې د بحرانونو نه د خلاصي كال دې وګرځولے شي ٬ د كورونا وباء او د ماحولياتي بدلون اثراتو مخنيوي لپاره يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ د چين خبري اژانس له مخې د نوي كال په راتګ د نهې په ورځ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل مونږ ټولو له په ګډه نه يوازې يو بل سره امن او ورورولۍ بلكې سوله ايز ماحول لپاره كار كولو ته اړتيا ده٬ د كورونا وائرس وباء لاره نيول او د ماحولياتي بدلون اثراتو مخنيوي له 2021 د كار كولو كال دے ٬ دا د وائرس اثرات لرې كولو٬ د ټولنې او د معيشتونو بحالۍ٬ تقسيم ختمولو او د تېر كال په زخمونو د ملهم اېښودلو كال دے او يو نوې پېل او نوي كال لپاره زمونږ عزم پكار دے۔ خپل پېغام كښې ده ووئيل د كرونا وباء په سبب كال 2020 د ستونزو٬ پرېشانو او غمونو كال ٶ ځكه چې په دې كال كښې يو شمېر خلقو خپل مړي ښخ كړي او يو شمېر خلق دې وباء څخه متاثره شوي كوم چې د ګردې نړۍ لپاره د غم او پرېشانۍ سبب ٶ۔ ده ووئيل غربت٬ عدم مساوات او لوږه په زياتېدو ده، ملازمتونه كم او ختمېږي او قرض زياتېږي، كوچنيان خواري مزدوري كوي٬ په كورنيو جګړو او تشدد كښې زياتوالے روان دے او ان تر دې چې په هر ځاے د عدم تحفظ احساس لرلې شي خو د نوي كال آمد زمونږ لپاره د اميد څيره ده۔ ده ووېيل خلق د ګاٶنډيانو مرسته كوي٬ فرنټ لائن وركرز په دې سخت وخت كښې خپله وظيفه په ښه ډول ترسره كوي، سائنس مدار په ريکارډ موده كښې د كرونا وائرس څخه د بچ كېدو واكيسن جوړوي٬ د نړۍ هېوادونه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره د نوي عزم څرګندونه كوي۔ده ووئېل مسئلو او د بحرانونو مخنيوي لپاره مونږ له يو موټې كېدو ته اړتيا ده ځكه چې كه مونږ په اتحاد كار وكړو نو په ګرده نړۍ كښې به د اميد څيره تر نظره شي او د كال 2020 د ټٶلو نه مهم سبق اتحاد او يوالے دے۔ ده ووئيل جامع او روښانه سباٶن ته منتقل كېدو په توګه د كورونا وائرس وباء او د ماحولياتي بدلون په بحرانونو په اتحاد قابو موندلے كېدے شي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر زور رواړو چې كال 2021 لپاره د ملګرو ملتونو مهم مقصد تر كال 2050 د كاربن اخراج كښې كمي لپاره نړيوال اتحاد راجوړول دي او دې مقصد ترلاسه كولو لپاره د هر هېواد حکومت ، ښاريه، وګړي او کاروباري ادارې خپل كردار لوبولې شي۔