د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر بلوچستان كښې د اېف سی په پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه، د پاكستان حکومت سره د يووالي څرګندونه

ملګري ملتونه 29 دسمبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریش بلوچستان كښې د فرنټیئر کور (ایف سی ) په پوسته د ترهه ګرو بريد غندنه كولو سره د پاكستان سره د يووالي څرګندونه كړې۔ میډیا رپورټس له مخې د بلوچستان هرنائی ضلعې تحصیل شاهرګ كښې د خالي په ورځ د اېف سی په پوسته د ترهه ګرو په بريد كښې 7 اېف سي اهلكار شهيدان شوي وؤ۔ د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریش نائب وياند فرحان عزیز حق اے پی پی ته ای میل شوې بيان كښې وئيلي دي عمومي سيكتر په بريد كښې د ځپليو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل كسانو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه كړې