ملګرو ملتونو “نړيوال ماحولياتي آٶټ لك” رپورټ جاري كړو

ملګري ملتونه 28 دسمبر(اے پي پي) د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام بيجنګ كښې ” نړيوال ماحولياتي آٶټ لك-6″ د چين وژن په باضابطه توګه جاري كړے چې پكښې “زمكيز صحت او انساني صحت پلو پام ګرځولے شوے ۔ رپورټ كښې نړيوال ماحول ته د رامخې ته سنګينو مسئلو درك لګولے شوے۔ په دې رپورټ كښې وئېلې شوي د چين حکومت ، کاروباري ادارې او د معاشرتي قواؤ ترمېنځه د مرستې طريقه كار كوټلي پرمختګ لپاره يو پياوړې مثال رامخئ ته كوي۔ کبوکي د چين اوومه لويه صحرا ده ٬ وړومبې د دې ماحول ډېر كمزورے او خلق ئې زيات بې وسه وٶ٬ په تېرو 30 كالونو كښې ځائي حكومت د ځائي كاروباري ادارو او اولس سره په ګډه په صحرا قابو موندلے او د ماحولياتي صنعت ودې له ئې بشپړه هڅې كړي چې ورسره د ځائي اولس په ژوند كښې هم بهتري راغلې٬ دغسې متوازن پرمَختګ لپاره يو كبوكي ماډل جوړ كړے شوے٬ اوس په کبوکي كښې ماحولياتي ماحول بهتر كړے شوے او خلق د غربت نه خلاص كړې شوي۔