په المان كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 16 لكه 40 زره 858 ته ورسېده

برلن 27 دسمبر (اے پي پي) په المان كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 13 زره 755 كېسونه رپورټ شوي دي او د دې نه پس په المان كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 16 لكه 40 زره 858 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د المان د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې د كورونا په وبا كښې نور 356 كسان مړه شوي دي او دې سره په هېواد كښې په دې وبا كښې د مړو كسانو شمېره 29 زره 778 ته رسېدلې.