برازيليا 26 دسمبر (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال نور 482 كسان مړه شوي دي او د دې نه پس په برازيل كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د مړو كسانو شمېره يو لك 90 زره 515 ته رسېدلې. د برازيل مېډيا له مخې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې په ټول هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 74 لك 48 زره 560 ته رسېدلې. په منطقه كښې د كورونا دوهمه چپه روانه ده او په روغتونونو كښېې ځائ كم شوے. برازيل د امريكې او هند نه پس د كورونا په وبا كښې په نړۍ كښې په دريم نمبر زيات ځپل شوے هېواد دے.