كنساشا 26 دسمبر(اے پي پي) په كانګو كښې د مسافرو د كشتې ډوبېدو په پېښه كښې 33 كسان مړه شوي دي. د خبر له مخې د يوګنډا څخه كانګو ته تلونكې د مسافرو كشتې په درياب كښې ډوبه شوې او په نتيجه كښې ئې 33 كسان مړه شوي دي. د چارواكو له مخې په كشتې كښې سواره كسان د كورونا وائرس د بندېزونو خلاف ورزي كولو سره بېرته كانګو ته روان وو. د چارواكو له مخې په پېښه كښې 7 كسان بچ كړے شوي دي.