د قائداعظم نه بغېر پاكستان ترلاسه كول ناممكن و. د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت په ورځ پېغام

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د قائداعظم نه بغېر پاكستان ترلاسه كول ناممكن و. د قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د قائداعظم د تصور نه بغېر پاكستان نامكمل دے. ټول قوم د بابائے قوم احسان مند دے، هغه په آزادو فضاګانو كښې ساه اخلي. ده ووئيل چې كاش ټومږ د بابائے قوم تصور په پاكستان كښې زر ترسره كړو.