د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز قائداعظم محمد علي جناح ته د هغه د زېږون په ورځ پېرزوينې وړاندې كړې

اسلام آباد 25 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز قائداعظم محمد علي جناح ته د هغه د زېږون په ورځ پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې عظيم قائد د نيمې وچې مسلمانانو خوبونو ته تعبير وركړو، د ده مخلصاقه مشرې مسلمانانو ته نوې ولوله، هيله او عزم وركړو او د وخت سامراج ته ئې د خپل تدبر، عزم او ثابت قدمې د لارې ماتې وركړه. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير د بابائے قوم د زېږون په ورځ په خپل پېغام كښې ووئيل چې قائداعظم او علامه اقبال زمونږ آئيډيلز دي، د عمران خان د تصوراتو په رڼا كښې د پاكستان جديد، اسلامي او فلاحي جمهوري رياست جوړولو عزم لرو. ده ووئيل چې مونږ نوے پاكستان هم دې افكارو راجوړول غواړو، د الله تعالٰي په فضل و كرم به نوے پاكستان د قائداعظم د خوب تعبير جوړ شي.