ملګري ملتونه 24 دسمبر (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چين نائب مستقل مندوب ګنګ شوانګ اپيل كړې چې د ايران په جوهري لوظنامه چې څومره هم زر ممكن وي د عملدرآمد كولو هڅه دې وكړې شي۔ د ايران په اتومي مسئله د سلامتي كونسل ويډيو كنفرنس ته ده ووئيل امريكا دې زر تر زره په غير مشروط توګه لوظنامې ته بيرته راشي او په هغې دې عملدرآمد پيل كړي۔ګنګ شوانګ ووئيل د ايران د اتومي مسئلې د موجوده صورتحال اصل وجه د دې لوظنامې څخه يو اړخيزه توګه وتلل دي۔ ده ووئيل بائد ډلې د زغم څرګندونه كولو سره د ايران په جوهري لوظنامه په بشپړه ډول عمل درآمد وكړي