د قائداعظم ورځې په لړ كښې روډ سائيكلنګ رېس ﴿نن﴾ كېږي

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا سائيكلنګ اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د ځائي حكومت په مرسته د قائداعظم ورځې په لړ كښې روډ سائيكلنګ رېسن ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ په ناردرن بائي پاس پېښور كېږي. د خېبر پښتونخوا د سائيكلنګ اېسوسي اېشن صدر نثار احمد له مخې رېس لپاره چمتووالے نيولے شوے. په رېس كښې به د ټولو ډويژنو او كلبونو لوبغاړي برخه اخلي. دا به اوپن رېس وي.