د افغانستان د كركټ لوبغاړے محمد نبي به په راتلونكي ټي ټونټي بلاسټ جام كال 2021 كښې نارتھمپټن شائر لپاره لوبېږي

لندن 22 دسمبر(اے پي پي) نارتھمپټن شائر ټي 20 بلاسټ 2021 سيزن لپاره د افغانستان د كركټ لوبغاړے محمد نبي سره لوظنامه كړې٬ چې تصديق ئې په خپلې وېب پاڼه شوے ٬ محمد نبي به ټي 20 بلاسټ 2021 اېډيشن كښې نارتھمپټن شائر لپاره لوبېږي خو د دې ګډون به د افغانستان کرکټ بورډ کليئرنس سر مشروط وي۔