د سوئيلي افريقې او سري لنکا كركټ لوبډلو ترمېنځه ټېسټ سيريز به په 26م دسمبر پېل كېږي

سنچورين 22 دسمبر(اے پي پي) د سوئيلي افريقې او سري لنکا كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېسټ مېچونو د سيريز وړومبنے مېچ به په 26م دسمبر په سنچورين كښې پېل كېږي٬ كوم لپاره چې د سري لنكا لوبډله د وړاندې نه په سوئيلي افريقه كښې موجوده ده۔ د سري لنكا د ټېسټ سكوارډ قيادت به ديموتھ کرونارتنے كوي او د كوربه لوبډلې مشري به کوئنټن ډي کاك كوي۔ د دواړٶ لوبډلو ترمېنځه آخري ټېسټ مېچ به د 3 نه تر 7 جنوري په جوهانسبرګ كښې كېږي۔