اسلام آباد 22 دسمبر(اے پي پي) د پاکستان ټين پن باٶلنګ فيډرېشن 25م دسمبر څخه په كراچۍ كښې پېل كېدونكې قامي ټين پن باٶلنګ چيمپئن شپ ځنډولے دے۔ تېره ورځ د پاكستان ټين پن باٶلنګ فيډرېشن چارواكو ووئيل د چيمپئن شپ تيارۍ بشپړې دي خو په هېواد كښې د كرونا وائرس دوېمې خطرناكې چپې په سبب فېډريشن د قامي ټين پن باٶلنګ چيمپئن شپ ځنډولو پرېكړه كړې ۔ چارواكو ووئيل د چيمپئن شپ د نوې نېټې او ځاے اعلان به هېواد كښې د كرونا وباء د كنټرول نه پس كولے شي۔