د پاکستان او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم ټي ټونټي مېچ نن كېږي

نېپئر۔21دسمبر(اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم ټي ټونټي مېچ نن د نهې په ورځ نیپئر كښې كېږي۔ نيوزي لېنډ ته د پاكستان په ضد سيريز كښې د 2-0 بريا ترلاسه ده۔ د تفصيلات له مخې د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه درېم ټي ټونټي مېچ نن د نهې په ورځ كېږي۔ قومي ټي ټونټي سكواډ د بس د لارې هملټن نه نیپئر ته رسېدلے۔ دا خبره دې ياده وي نيوزي لېنډ اولنيو دوو مېچونو كښې پاكستان ته ماتې وركولو سره سيريز 2-0 سره ګټلے دے۔