په افغانستان كښې په دوو بمي چاودنو كښې د هائي وے پوليس مشر پشمول 7 كسان په حق رسېدلي

كابل 21 دسمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې په دوو بمي چاودنو كښې د هائي وے پوليس مشر پشمول 7 كسان په حق رسېدلي او دوه كسان سخت ژوبل شوي. د چين خبر رسنې ادارې له مخې د افغانستان پوليس چارواكو وئيلي دي په ختيز پروان ولايت كښې د اتوار او ګل په مېنځنې شپه د يوې بجې په وخت د ولايت په سرښار چاريكار كښې د سړك پغاړه دوه چاودنې شوي او په نتيجه كښې ئې د ولايت د هائي وے پوليس مشر ولي محمد پشمول پنځه پوليس سرتېري او دوه وګړي په حق رسېدلي. په چاودنو كښې دوه كسان سخت ژوبل شوي هم دي كوم چې درملنې لپاره روغتون ته رسولې شوي.