څلور ورځنې كركټ مېچ ٬ پاكستان نيوزي لېنډ اے ته په 89 رنزونو ماتې وركړه

لاھور/وانګرائے۔20 دسمبر(اے پي پي)پاکستان نیوزی لېنډ (اے) ته په 4 ورځني مېچ كښې په 89 رنزونو ماتې وركړه۔ په وانګرائے نیوزی لېنډ كښې شوي څلور ورځني مېچ كښې د 298 رنز په تعاقب كښې د نيوزي لېنډ ټوله لوبډله 208 رنزونه جوړولو سره وسوزېده۔ عماد بټ او نسیم شاه 3,3 لوبغاړو ته د پوېلین لاره سمه كړه۔ یاسر شاه 2 او سھېل خان او محمد عباس يو يو وكټ ترلاسه كرو۔ د مېچ په اولني اننګز كښې د پاكستان شاهينز د 194 رنزونو په ځواب كښې د نيوزي لېنډ ټوله لوبډله 226 رنزونه جوړولو سره اوټ شوې وه۔ پاكستاني شاهينز به دويم اننګز كښې 329 رنزونه جوړ كړې وو۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دا يوازينې څلور ورځنې مېچ وو