مقبوضھ بیت المقدس ۔ 20 دسمبر(اے پی پی) د فلسطین د كال 1948ﺀ نه په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوي باقه ښار كښې په سركاري نګرانۍ كښې د فلسطينيانو نسل كشۍ لپاره چمتو كلر ګېنګ نور 3 فلسطيني وګړي په ډزو ويشتلو سره شهيد كړل۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز له مخې د ځائي ذريعو وېنا ده چې نامعلومه كسانو يو شاپنګ مال ته ننوتلو سره سمدستي په فلسطيني وګړو ډزې پېل كړې۔ د ډزو په نتيجه كښې ژوبل شوي فلسطيني وګړي روغتون ته ورسولې شول چرته چې هغوي د زيات ژوبل كېدو د لاسه په حق ورسېدل۔ شهيد شويو كښې دوه ورونړا هم شامل وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د كال 1948ء په جنګ كښې د اسرائيل په قبضه كښې راغلې فلسطيني سيمو كښې د مېشته فلسطيني وګړو د غېر اعلانيه نسل كشۍ لړۍ له اوږدې مودې روانه ده او دې كښې تر دې دمه د سوؤنو په شمېر فلسطيني وګړي شهيد كړې شوي دي