يو اننګز كښې د 11 لوبغاړو او اضافي رنزونو شمېره دوه هندسو ته د نه اوړېدو اولنۍ موقعه

اېډيليډ ۔19دسمبر(اے پی پی)د آسټريليا او هند ترمينځھ په شوي اولني ټېسټ مېچ كښې د ټېسټ كركټ د تاريخ يوه ځانګړې ريكارډ جوړ شو۔ د هندي لوبډلې 11 لوبغاړو او اضافي رنزونو شمېره دوه هندسو ته اوړېدو نه پاتې شوه۔ هندي لوبډله د آسټريليا په ضد د اېډیلیډ ټېسټ مېچ دويم اننګز كښې د 36 رنزونو په تر ټولو كم سكور اوټ شوه۔ دې نه وړاندې په كال 1924ء كښې د سوئيلي افريقا او انګلېنډ ترمينځھ شوي ټېسټ مېچ كښې د سوئيلي افريقا 11 لوبغاړي خو دوه هندسو ته اوړېدلې نه وو ولې د اضافي رنز شمېره 11 وه۔