لندن ۔ 19دسمبر(اے پی پی) برطانيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورنا وائرس د لاسه د نورو 489 كسانو مړه كېدو سره ګرد هېواد كښې د مړو مجموعي شمېره 66 زره 541 ته رسېدلې ده۔ د برطانيې د ابلاغ ذريعو له مخې د برطانيې د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې دتېرو 24 ساعتونو په مهال نور 28 زره 507 كسان د دې وائرس د لاسه ځپلې شوي دي چې ورسره ګرد هېواد كښې د ځپليو شمېره 19 لکھ 77 زره 167 نه زياته شوې ده۔ چارواكو دا هم وئيلي دي چې د هېواد په زياتره سيمو كښې د انفېكشن كچه مخ په زياتېدو ده۔(