انقرہ ۔19 دسمبر(اے پی پی)د سوئيلي ختيزې ترك صوبې غازيانتپ د يو روغتون په آئي سي يو كښی د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښی لږ تر لږه 8 كسان مړه شوي دي۔ د ترك سركاري ميډيا له مخې د سانكو پوهنتون روغتون په آئي سي يو كښې د آكسيجن سلېنډر چاؤدنې پېښې د لاسه اور ولګېدو۔ د اور لګېدو په وخت په دغه يونټ كښې د كورونا وائرس رنځورانو درملنې روانې وې۔ د پېښې نه وروسته دغه يونټ څخه 14 نور رنځوران بل ځائې ته منتقل كړې شول