
کابل 18 دسمبر(اے پي پي) افغانستان كښې د موټر او بس ترمېنځه د ټكر په نيتجه كښې 20 كسان مړه او يو شمېر ټپيان شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د ولايت وياند جېلاني فرحد وئيلي دي په مړو كسانو كښې درې مېرمنې او په ژوبل شوو كښې درې كوچنيان او شپږ مېرمنې شاملې دي۔ ده ووئيل ټرافيكي پېښه د هرات ولايت په اردرسكن اولسوالۍ كښې په ستره لار د لاپراوهۍ او تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې ۔ رېسکيو ډلو مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې دي