ترکيه په سوريه كښې 7 پوځي پوستې خالي كړې

استنبول 18 دسمبر(اے پي پي) ترکيه په شمالي لويديزه سوريه كښې 7 پوځي چوكۍ خالي كړي۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې تركيه د سوريه حكومت انتظامي سيمو څخه د ياغيانو قبضه سيمو څخه خپل عسكر بېرته بللو سره 7 پوځي چوكۍ خالي كړي۔ تركيه په كال 2018 كښې يو شمېر پوځي چوكۍ جوړې كړې وې۔ د يادونې وړ ده تركيه 40 لكه د سوريه كډالو ته پناه وركړې كوم چې د 7 كالو راهسې د جاري كورنۍ جګړې په مهال د سوريه نه تركيه ته رسېدلې وو